IQNA

د استانبول د آیاصوفیه  جومات د ګنبسیو بیا رغول

10:31 - April 16, 2025
د خبر لمبر: 3490967
ایکنا – د ترکیې د استانبول  د آیا صوفیه تاریخي جومات د مرمت په نوی مرحلې کې  ددغې ودانۍ  ګنبسۍ د  زلزلې د خطرې په وړاندې  لاپياوړي کیږي.

ایکنانیوز  د آناتولی له قوله راپور راکوي،په استانبول د یوزر پنځه سوه کلنې مخینې سره د آیا صوفیه  وانۍ د پراخو مرمتونو  نوي مرحله  پيل شوې ده. دغه مرحله  د زلزلې په وړاندې ددغې تاریخي  ودانۍ د ګنبسیو  پر ساتنې متمرکزه ده.

اړونده چارواکي وائي  چې په دغې پروژې کې  د  اصلی ګنبسۍ او نیمې ګنبسۍ  پياوړتیا ، د ورستو  سربي پوښښو په ځاي  د فولادي  چوکاټ  پياوړتیا ده.

تمه کیږي،په ختیځي  ودانۍ کې د ټاؤر ډوله نصب شوي کرین یا جرثقیل به د لازمو موادو په وړلو راوړلو سره بیا رغاونه نوره هم آسانه کړي.

 د ترکیې د ودانیو انجنئير ، د معمارۍ د پوهنتون  استاد او د بیا رغونو د څارونکي علمي شورا  یوه غړي  مهمت سلیم اوکتن  وائي؛  مونږ  په درو کلونو کې  د آیا صوفیه د ودانۍ د بیا رغونې او دهغې د شاوخوا د مینارو او نورو برخو د  جوړولو لپاره  کوټلی هڅې کړي دي. ددغو درو کلونو د رغونو  دهڅو په پای کې  مونږ  د مینارو ،اصلي ګنبسۍ او د اصلی هالونو  مضبوطول  په تیره بیا د  استابنول د احتمالی زلزلې  په دلیل  پر لامضبوطولو او پیاوړی کولو  تمرکز کړی دی

 په ۲۰۲۳ کال کې  د ترکیې په جنوبی برخو کې  7.8 ریشتره لوی زلزلې  درسته جنوبی برخه لړزولې  چې  په لکونو ودانۍ کې په کنډوالو بدلې کړې او  او څه د پاسه ۵۳ زره کسان ئې هم ووژل .  سره له دې چې  په استانبول  باندې  ئې څه خاص اغیزې  ونه کړې ، خو د ترکیې په جنوب کې کنډوالو  د ورته زلزلې  د پيښیدا ویره  زیاته کړه او  کارپيژاندو  له ښار سره نزدې  برخو  د مځکې دخوئيدو  کرښو ته اشاره کړې ده.

  اوکتن ووئيل چې  د کار  نوي مرحله پیل شوې ده ، داسې مرحله چې  دا  په تیرو یو سل پنځوسو کلونو کې او د د ودانۍ  په ټول تاریخ کې یوه ترټولو مهمه پيښه بلل کیږي.  هغه ووئيل، د ودانۍ په ختیځي برخې کې  د برج په شکل سره یو کرین یا جرثقیل لګول شوی او بیا  ددغې ودانۍ  لوړې برخې  په آسانۍ  سره د انجنئيرانو په وسیله رغول کیدلی شي . په دې توګه  په ډيرې آسانۍ او آرامښت سره  کار کولی شو او  د ودانۍ لائې او لیئرز له علمی پوله په ښه توګه ارزولی شو،  هغه تاوانونه چې په لسمې او څوارلسمې پيړیو کې  د زلزلې او اور لګیدنې له امله  اوښتي دي هم په ښه توګ ارزولی شو.

 آیاصوفیه چې په ۵۳۷ میلادي کال کې د  بیزنس امپراتور ژوستینیانوس په وسیله جوړه شوې ،  د عثمانیانو په وسیله  په ۱۴۵۳ کال کې د  استابنول په فتح کولو سره دا ودانۍ په یوه جومات بدله شوه . د ترکیې جمهوریت د بنسټګر  رهبر مصطفی کمال  آتاتورک  په وسیله دا  په ۱۹۳۴ کال کې په میوزیم بدله شوه.

 د کبمریج پوهنتون یو استاد روپرت وګریف وائي؛ ایا صوفیه  حیرانونکي  او  د نړۍ یوه ترټولو مهمه  تاریخي ودانۍ ده. داسې ښکاري  واقعا مهمه ده چې  د زلزلې د پيښیدا په وړاندې  لا پیاوړي او وساتل شي.

که څه هم  د ایا صوفیه ودانۍ سره یو ځاي شوي د سلطان سرای برخه  له ۱۹۹۰لسیزې  څخه د  لمونځ ګوزارو  لپاره پرانیستل شوې ،په ترکیې کې مذهبی او ملی پالو ډلو ټپلو  له مودو مودو راهسې   د  یوزر پنځه سوه کلنۍ پخوانۍ ودانۍ  په یوه جومات د بدلیدا هیله  درلوده چې دا  د سلطان محمد فاتح عثماني میراث ګڼي. د ترکیې سترې محکمې یا سپریم کورټ  په ۲۰۲۰ کال کې د ۱۹۳۴ کال فرمان لغوه کړ او  ا جازت ئې ورکړ څو دغه ودانۍ  د یوه جومات پهتوګه پرانیستل شي.

https://iqna.ir/fa/news/4276499

captcha